ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوې پوځي الوتکې غورځیدو پيښه کې څلور امریکایي سرتیري وژل شوي

د یوې پوځي الوتکې غورځیدو پيښه کې څلور امریکایي سرتیري وژل شوي

author avatar
19 Mar 2022 - 20:47
د یوې پوځي الوتکې غورځیدو پيښه کې څلور امریکایي سرتیري وژل شوي
author avatar
19 Mar 2022 - 20:47

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰) :  دامریکا د یوې پوځي الوتکې لویدلو له امله څلور تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

د امریکا د بحري ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ددوی اړوند دې الوتکې د ناټو ځواکونو په تمریناتو کې برخه درلوده، او د جمعې پر ورځ وغورځېده.

سرچینې زیاته کړې، الوتکه د ناروې په یوه لېرې پرته سیمه بودو ښارګوټي ته نژدې غورځېدلې او په سیمې کې د خرابې هوا له کبله چورلکې  نه دي توانېدلي د پېښې په ځای کې ناسته وکړي. خو مرستندویان د شنبې پر سهار وختي وتوانېدل پر واورو د ښوېدونکو ګاډو پر مټ د پېښې ځای ته ورسېږي.

د ناروې د یادې سیمې ځايي پولیسو د دې پېښې په هکله ویلي، ”په خواشینۍ سره تاییدوو چې په الوتکه کې ټول څلور کسان وژل شوي دي. ”

په اعلامیه کې زیاته شوي، چې وژل شوي ټول کسان امریکایان دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، دا ایم وې – ۲۲ بي ډوله الوتکه د ناټو په سوړ غبرګون نومي تمریناتو کې شامله وه، چې د ناروې خوندیتوب لپاره د سازمان غړو هېوادونو له لوري په شریکه پیل شوي دي.

په دې تمریناتو کې د ناټو ۲۷ غړو هېوادونو نژدې ۳۰ زره پوځیان برخه لري.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.