کابل (پژواک، ۲۸ کب ١٤٠٠): عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۳۰ کسان پر کرونا اخته شوي او یو کس د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۵۳۸ کسانو د کرونا ټسټ شوی، چې له دې ډلې یې د ۳۰ کسانو نتیجه مثبت وه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، چې یادې پېښې د هېواد په ۶ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د ده په خبره، ۱۳ پېښې په غزني، ۷ په بدخشان، ۵ په فراه، درې په لغمان او یوه ــ یوه پېښه تخار او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
نوموړی وايي، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۵۳ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.
د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
نوموړي وویل، تر اوسه هېواد کې څه باندې ۱۷۷ زره او ۳۹ د کرونا مثبتې پښېې ثبت شوې، چې له دې ډلې یي ۱۵۹ زره او ۷۹۷ کسان رغېدلي، او ۷۶۵۲ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن