ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاروق وردګ: حکومت دې د افغانانو د تجرید ناکامې تجربې د بیا تکرار مخه ونیسي

فاروق وردګ: حکومت دې د افغانانو د تجرید ناکامې تجربې د بیا تکرار مخه ونیسي

author avatar
20 Mar 2022 - 14:43
فاروق وردګ: حکومت دې د افغانانو د تجرید ناکامې تجربې د بیا تکرار مخه ونیسي
author avatar
20 Mar 2022 - 14:43

کابل (پژواک، ٢٩ کب ١٤٠٠): د پارلماني چارو  پخوانى وزير فاروق وردګ وايي چې له هېواده وتلي شخصیتونه باید بېرته ته راستانه شي خو سرپرست حکومت باید د ټولو خلکو مدني او بشري حقوق تأمین کړي.

هغه دغه څرګندونې نن پر خپلې فېسبوکپاڼې هېواد ته د افغانانو راستنېدو او له هغوی سره د “اسلامي امارت” له لوري د اړیکو کمېسیون جوړېدو په اړه کړې دي.

دی وايي: “په حقیقت کې سیاسي ثبات، د نظام ټینګښت، د هغه موثریت، افادیت، استمرار، ملي او جهاني مشروعیت د همداسې سالمو او معقولو کړنو مستلزم وي.”

هغه زیاته کړې، هغه افغان شخصیتونه چې بهر ته په تګ یا مجبور شوي یا د شرایطو په جبر کې ګیر راغلي، د سرپرست حکومت د ورورۍ او وطندارۍ ابتکار ته دې لبیک ووایي او د خپل ولس د خدمت لپاره دې بېرته راستانه شي.

د وردګ په وینا، هغه افغانان چې په بیا ستنېدو کې ستونزې او مسایل لري، تر دې دمه یې د مطرح کولو مشخص ادرس معلوم نه و، اوس کولای شي خپل مسایل له دغه کمېسیون سره مطرح او د حل لارې ورته پیدا کړي.

دی زیاتوي: “وطن د ټولو افغانانو شریک کور دی او د ټولو هېوادوالو خدای ورکړي وطني حقوق باید په کې خوندي وي، خو ترڅنګ یې ټول هېوادوال پر وړاندې مساوي وجایب او مکلفیتونه هم لري.”

ده ویلي، د سرپرست حکومت مسوولیت دی چې د خپلو ژمنو تحقق ته ژمن پاتې شي، د دولتدارۍ لمن دې پراخه کړي، د افغانانو د تجرید د ناکامې تجربې د بیا تکرار مخه دې ونیسي او د هېوادوالو مدني او بشري حقوق دې تأمین کړي.

د يادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنولو په نوم کمېسیون جوړ کړی څو بهر ته وتلي افغان سیاسي شخصیتونه وهڅوي چې بېرته هېواد ته راشي.

دا کمېسیون اووه غړي لري چې مشري یې د کانونو او پټروليم وزیر شهاب الدین دلاور کوي؛ دغه راز  امیرخان متقي، خیرالله خیرخواه، فصیح الدین فطرت، عبدالحق وثیق، محمد خالد حنفي او انس حقاني یې نور غړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.