ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار او پکتیکا کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي

په کندهار او پکتیکا کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي

کندهار، ښرنه (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): په کندهار کې ۲ تنه او په پکتیکا کې ۳ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول.

په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال ۲ تنه له وسلو او مرمیو سره نیولي چې پاکستان ته یې قاچاق کول.

هغه زیاته کړه، په نیول شوو وسلو کې ۱۵ کارملي ټوپک، ۲ درازنوف، ۱ امریکايي ثقیل ماشیندار، ۶ روسي ټوپک، ۳ د ثقیل ماشیندار میلان او ۲۵ زره بېلابېلې مرمۍ شاملې دي.

نوموړي د نیول شوو کسانو په اړه معلومات ور نه کړل چې څوک دي او وسلې یې له کومه ځایه راوړې وې خو وايي، په دې اړه څېړنې روانې دي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کب په ۲۲مه هم د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په شيرو اوبو سیمه کې چې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې پرته ده؛ ۲ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د قول اردو ویاند وايي، په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ګزمې ډېرې کړي څو د وسلو د قاچاق مخنیوی وکړي.

د پکتيکا ځانګړو ځواکونو هم ۳ د وسلو قاچاق وړونکي له وسلو او مهماتو سره يو ځای نيولي چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

د دغه ولایت د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي اسدالله افتخار پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کسان چې یوه اندازه وسلې یې له پکتیکا څخه غزني او له هغه ځایه پاکستان ته قاچاق کولې، نیولي دي.

دی زیاتوي، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی چې دوسیې به یې د زیاتو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ده په خبره، په نیول شوو وسلو کې ۱۰ کارمولي ټوپک، ۵ کلاشنکوف، ۱ تومانچه او په زرګونو مرمۍ شاملې دي.

دوه اوونۍ وړاندې هم د دغه ولایت په یحیی خېل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا یوه اندازه وسلې نیول شوې وې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې.

په دې وروستیو کې له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق ډېر شوی چې په وار وار په دې اړه اندېښنې ښودل شوې.

خو حکومتي چارواکي بیا وايي چې په دې وروسیتو کې یې خپلې هڅې چټکې کړي څو د دغه کار مخینوی وکړي.

 

Views: 255

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.