تالقان (پژواک،۲۹ کب ۱۴۰۰): د تخار د عامې روغتیا مسوولینو د شري ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښمن دي، وایي چې په تېره یوه میاشت کې پر دغې ناروغۍ ۱۹۰ ماشومان اخته چې پنځه یې مړه شوي دي.
د تخار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر شاه ولي پژواک سره په خبرو کې وویل، که څه هم دیادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه کافي واکسین شته، خو د خلکو او جوماتونو د ملا امامانو د نه همکارۍ له امله دغه ناروغي زیاته شوې ده.
ډاکټر شاه ولي ادعا کوي چې د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د جوماتونو ملا امامان اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسین شي؛ او دا چاره د دې لامل شوی چې په وروستۍ یوه میاشت کې ۱۹۰ ماشومان په شري اخته او پنځه تنه یې مړه شي.
د تخار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت رییس په یاد ولایت کې د ۸۰ زره ماشومانو د و اکسین کېدو خبر ورکوي خو بیاهم د یادې ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښمن دی، وایي د یادې ادارې ګرځنده واکسیناتوران د دې ولایت مرکزي سیمو او ولسوالیو کې مېشت دي څو ماشومان واکسین کړي.
دی له خلکو او د جوماتونو له ملا امامانو غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، څو د یادې ناروغۍ د ډېرېدو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د دې ولایت ځينو مدني فعالانو مخکې له دې د یاد ولایت مرکز تالقان او د کوکچې سیند پورتنیو ولسوالیو کې د شري پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه او د پوره واکسین له نشتون یې شکایت درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP