ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د شري ناروغۍ  له امله یوه میاشت کې پنځه ماشومان مړه شوي  

تخار کې د شري ناروغۍ  له امله یوه میاشت کې پنځه ماشومان مړه شوي  

author avatar
20 Mar 2022 - 16:45
تخار کې د شري ناروغۍ  له امله یوه میاشت کې پنځه ماشومان مړه شوي  
author avatar
20 Mar 2022 - 16:45

تالقان (پژواک،۲۹ کب ۱۴۰۰): د تخار د عامې روغتیا مسوولینو د شري ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښمن دي، وایي چې په تېره یوه میاشت کې پر دغې ناروغۍ ۱۹۰ ماشومان اخته چې پنځه یې مړه شوي دي.

د تخار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر شاه ولي پژواک سره په خبرو کې وویل، که څه هم دیادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه کافي واکسین شته، خو د خلکو او  جوماتونو د ملا امامانو د نه همکارۍ له امله دغه ناروغي زیاته شوې ده.

ډاکټر شاه ولي ادعا کوي چې د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د جوماتونو ملا امامان اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسین شي؛ او دا چاره د دې لامل شوی چې په  وروستۍ یوه میاشت کې ۱۹۰ ماشومان په شري اخته او پنځه تنه یې مړه شي.

د تخار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت رییس په یاد ولایت کې د ۸۰ زره ماشومانو د و اکسین کېدو خبر ورکوي خو بیاهم د یادې ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښمن  دی، وایي د یادې ادارې ګرځنده واکسیناتوران د دې ولایت مرکزي سیمو او ولسوالیو کې مېشت دي څو ماشومان واکسین کړي.

دی له خلکو او د جوماتونو له ملا امامانو غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، څو د یادې ناروغۍ د ډېرېدو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د دې ولایت ځينو مدني فعالانو مخکې له دې د یاد ولایت مرکز تالقان او د کوکچې سیند پورتنیو ولسوالیو کې د شري پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه او د پوره واکسین له نشتون یې شکایت درلود.

Visits: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.