Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا پوهنتون د لابراتوار ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

ګرديز(پژواک، ٢٩ حوت١٤٠٠): د ٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيا پوهنتون د عمومي لابراتوار ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د چارواکو په خبره دغه ودانۍ چې په ياد پوهنتون جوړه شوې، د ټول پوهنتون د ساينسي پوهنځيو اړوند کار کوونکي او محصلين ترې ګټه اخيستلای شي.

د پکتيا پوهنتون ریيس پوهاند عبيدالله اخندزاده پژواک ته وويل:((دغه ودانۍ د پنځوس ميليونه افغانيو په  لګښت د لوړو زدکړو وزارت د پرمختيايي بوديجې په پيسو جوړه شوې ده.))

نوموړي وويل چې ياده ودانۍ په يو جريب ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې د لابراتوار اړوند ټول اړين ځايونه او امکانات لري.

ده وويل، دا ودانۍ ٢٢ کاري خونې، يو سالون او يو شمېر اداري خونې هم لري او د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.

د پکتيا پوهنتون استادان د لابراتوار ودانۍ پر جوړېدو خوښي ښيئ او وايي چې دا به په عملي درسونو کې ورسره ډيره مرسته وکړي.

د ياد پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد محمد اسمعيل وايي: ((په لوړو زدکړو کې د لابراتوار شتون ډير اړين دی چې د لابراتوار لپاره بايد مشخص ځای او  وسایل موجود وي.))

نوموړی وايي، پکتيا پوهنتون کې د لابراتوار ودانۍ تر جوړولو وروسته مهمه داده چې مجهز شي او عملي ګټه ترې واخيستل شي.

د يادولو ده چې په دې ورستيو کې پکتيا پوهنتون کې يو شمېر اداري او درسي ودانۍ جوړې شوې دي خو ياد پوهنتون لاهم  نورو  ودانيو ته اړتيا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.