کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت د داعش په اړه د یوه امریکا جنرال څرګندونې رد کړې دي.
افغان حکومت نړۍ، ګاونډيو هېوادونو او خلکو ته ډاډ ورکوي چې داعش نور په افغانستان کې د اندېښنې وړ موضوع نه ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت فرانک میکنزی د تېرې جمعې په ورځ ویلي و چې لا هم تر څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري.
هغه ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره د بګرام او څرخي پله زندانونو له ماتېدو وروسته د داعش جنګیالیو خوشي کول یادې ډلې ته لا قوت او ځواک ورکړی دی.
د ده په وینا، لا هم څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې پر امریکا برید وکړي.
ده ادعا کړې چې د پسرلي له پیلېدو سره ښايي داعش ډله په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
ده ويلي: “طالبان هڅه کوي چې د داعش ډلې عملیات محدود کړي.”
خو افغان حکومت د دغه امريکايي جنرال څرګندونې رد کړې.
د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست پر خپله ټيوټر پاڼه د يوه بيان په خپرولو سره د جنرال کنت فرانک میکنزی ادعاوې پروپاګند بللې دي.
سرچينې ليکلي: «موږ په افغانستان کې د خوارجو/ فتنه ګرې ډلې (داعش) د ودې او د دې ډلې د نظامي حضور د پراختیا په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان څرګندونې په کلکه ردوو او د استخباراتي پروپاګند ترڅنک یې خوارجو/ فتنه ګرو ته د یو نوعه کمپاین برخه بولو.»
سرچينې دغه راز ويلي چې افغان حکومت ډاډ ورکوي چې داعش په افغانستان کې د اندېښنې وړ موضوع نه ده.
د استخباراتو د لوی رياست په ټويټرپاڼه کې راغلي: «خوارج د اشغالګرو یوه استخباراتي پروژه وه چې د اشغال له ختمېدو سره په بشپړ ډول له منځه ولاړه او اوس مهال دا فتنه د هېواد په هيڅ ګوټ کې فزیکي حضور نه لري.»
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت خپل ملت، ګاونډ او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې «خوارج» نور په افغانستان کې کومه د اندېښنې وړ موضوع نه ده.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن