ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د کابو ۳۰ زره کسانو لپاره دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د کابو ۳۰ زره کسانو لپاره دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي

author avatar
20 Mar 2022 - 15:46
د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د کابو ۳۰ زره کسانو لپاره دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي
author avatar
20 Mar 2022 - 15:46

اسعدآباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د کونړ ولايت د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران وايي، له کلونو راهيسې يوازې دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي چې بسنه ورته نه کوي او حکومت باید دا ستونزه حل کړي.

دوی وايي، دغه ولسوالي شاوخوا ۳۰زره نفوس لري، خو فقط دوه فرعي روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.

د شلتن ولسوالۍ  قومي مشر ملک سیدالرحیم پژواک ته وويل چې د دوی د ولسوالۍ زرګونه کسان پوره روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

ده وويل:” ټوله ولسوالۍ کې دوه فرعي کلینیکونه فعال دي چې یوازې د ورځې لخوا پکې دوه نرسان او دوه قابلې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.”

هغه زیاته کړه، دغلته دواړه فرعي کلينيکونه معياري او پخې ودانۍ هم نه لري او نه هم د موټر لپاره مناسب سړک ورته جوړ شوی.

 ملک سیدالرحیم وویل چې خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره شيګل ولسوالۍ او يا هم اسعدآباد ته وړي.

د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر عبیدالله هم وايي چې د دوی د ولسوالۍ نفوس ته په پام سره، شته کلينيکونه او طبي پرسونل کافي نه دي.

ده زياته کړه:” له حکومت څخه مو هيله دا ده چې د خلکو اړتياوو او نفوس ته په پام سره دې د ولسوالۍ په کچه يو مجهز روغتيايي مرکز جوړ کړي.”

هغه وویل چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ولایت تر مرکز پورې لار ډېره اوږده ده.

د ده په وينا چې ډېر وخت ناروغان په تېره بيا نسايي ولادي ناروغان د ولایت تر مرکزي روغتون پورې نه رسېږي او لاره کې د مرګ له خطر سره مخ کېږي.

شلتن ولسوالي چې د پخواني نظام پرمهال نوې د حکومت په اداري جوړښت کې اضافه شوې، لا يې هم نوم د عامې روغتيا وزارت په رسمي ډيټابيس کې نه دی ثبت شوی.

خو د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس قاري مظفر پژواک ته وويل چې دوی به په نږدې راتلونکې کې ياده ولسوالۍ په خپل ډيټابيس کې شامله کړي.

ده هم ومنله چې په دې ولسوالۍ کې شته فرعي طبي مرکزونه د خلکو نفوس ته په پام سره بسنه نه کوي.

خو ده زياته کړه چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره خبرې روانې دي، څو په شلتن ولسوالۍ کې د ګرځنده روغتیايي مرکزونو آسانتیاوې رامنځته شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.