د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې د څښاک پاکې اوبه نشته او ماشومان يې په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي.
د کونړ ولايت د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران وايي، له کلونو راهيسې يوازې دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي چې بسنه ورته نه کوي او حکومت باید دا ستونزه حل کړي.