Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي

جلال اباد (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دوو موټرو د ټکر له امله د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اته کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال جواد شېرزاد د وري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې نن له مازديګر وروسته شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند خالص فاميلو چوک ته څېرمه په رينګ روډ سړک باندې دوو موټرو ټکر کړی دی.

هغه زياته کړه چې پېښه د ډاډسن چې کډه په کې بار وه او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

دی وايي چې په دې پېښه کې څلور ښځې، درې تارينه او يو ماشوم مړه او دوه کسان (يو نارينه او يو ښځه) ټپيان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې یاده پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رانځته شوې او د يو ټپي روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

د نقيب الله په نوم د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته وويل چې ترافيک پولیس سيمې ته رسېدلي، مړه او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک ته وویل، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند په کوچني دروېشان سیمه کي د یوه لوی موټر او موټرساېکل ترمنځ د ټکر له  امله یو  کس مړ شوی دی.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.