کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ښارونو کې د نظامي موټرو پر تېز تګ او د لوړ غږ پر هارن د بندیز امر کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې چې نن د وري په لومړۍ نېټه خپره شوې، راغلي: ((په ښارونو کې د موټرو تېز تګ او په لوړ غږ د هارن وهل د هېوادوالو روحي سکون له منځه وړي، د کورنیو چارو وزارت ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې له داسې کړنو ځانونه وساتي، که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.))
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په هغه امبولانس کې چې ناروغ نه وي، باید په ښار کې د تګ راتګ پر مهال له بېځایه هارن وهلو ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په ښارونو کې د نظامي موټرو د تېز تګ او په لوړ غږ د هارن وهلو د مخنیوي امر کوي چې په دې وروستیو کې په دې اړه شکایتونه ډېر شوي وو.
خلک شکایت کوي چې په دې وروستیو کې ډېر مهال امنیتي او نور کسان ترافیکي اصول نه مراعاتوي، موټر تېز چلوي یا یې بېځایه پارک کوي چې په ښارونو کې د ګډوډۍ لامل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP