Language

عمران خان: په نړۍ کې د ترهګرۍ مخنیوي یوازېنې لار د افغانستان ثبات دی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپيژني، څو دغه هېواد ثبات ته ورسېږي او نړیواله ترهګري له منځه ولاړه شي.

نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډې ته چې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوه، کړې دي.

دې ناستې ته د "د اتحاد، عدالت او پرمختګ لپاره د ملګرتیا رامنځته کول" نوم ورکړل شوی دی.

افغانستان هم د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې لومړی وزیر عمران خان دې غونډې ته پرانیستونکې وینا وکړه.

login or register a new account.