منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عمران خان: په نړۍ کې د ترهګرۍ مخنیوي یوازېنې لار د افغانستان ثبات دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپيژني، څو دغه هېواد ثبات ته ورسېږي او نړیواله ترهګري له منځه ولاړه شي.

نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډې ته چې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوه، کړې دي.

دې ناستې ته د "د اتحاد، عدالت او پرمختګ لپاره د ملګرتیا رامنځته کول" نوم ورکړل شوی دی.

افغانستان هم د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې لومړی وزیر عمران خان دې غونډې ته پرانیستونکې وینا وکړه.

دغه راز په لومړۍ ورځ د یاد سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طحه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان ال سعود او  د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویناوې وکړې.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش ويډيويي وینا هم خپره شوه چې ویلي یې دي: ''ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان د سولې، زغم او پوهاوي کلتور رامنځته کولو په لړ کې په شریکه کار کوي.''

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله وینا کې پر نړیوالو غږ کړی چې باید د افغانستان پر نوي حکومت بندیزونه لرې کړي او پر رسميت يې وپېژني، څو د ده په خبره افغانستان باثبات شي او نړیواله ترهګري له منځه لاړه شي.

نوموړي زیاته کړه: ''افغانستان ته اوس یوازېنی خطر دا دی چې د بندیزونو او پر رسمیت نه پېژندلو له امله به له بشري بحران سره مخ شي. اوس هم هلته ډېری خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو دا بېخي مهمه ده چې موږ باید د افغان ولس مرسته وکړو او دا زه ځکه وایم چې باثبات افغانستان یوازېنۍ لاره ده چې له یاد هېواده نړیواله ترهګري بنده شي، هیڅ بل هېواد دا نه شي کولی.''

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو، عرب لیګ، خلیج همکارۍ سازمان په ګډون د یو شمېر نړیوالو سازمانانو او ادارو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د یادونې ده چې دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نه دی ورغلی او پر ځای یې د دغه وزارت د سیاسي څانګې مشر اکبر عظیمي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر محمد شکیب په غونډه کې ګډون کړی دی.

د اسلامي همکاریونو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري چې په لومړي سر کې د اسلامي کنفرانس سازمان نوم ورکړل شوی و.

دغه سازمان په ۱۹۶۹ کال کې په مراکش کې رامنځته شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست