Language

د زابل ۳ ولسوالۍ له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي

[restrict paid="true"]

کلات (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱ ): د زابل د مخابراتو رییس وايي، د دغه ولایت ۳ ولسوالۍ (دایچوپان، نوبهار او اټغر) له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي، خو په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې څو دا ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

دا څرګندونې د دغه ولایت د مخابراتو رییس مولوي عبدالهادي یحیی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، له هغه وروسته چې جګړه درېدلې او نوی نظام راغلی، هڅې یې پیل کړي چې د زابل ټولې ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

دی وايي، اوسمهال په دغه ولایت کې سلام، افغان بېسیم، روشن، ایم ټي این او اتصالات مخابراتي شرکتونه ۴۸ سایټونه لري چې د دوی له راتګ سره د دغو شرکتونو ۶ سایټونه بیرته فعال شوي او ۲ لا هم غیر فعال دي.

د ده په خبره، د بیرته فعالو شوو سایټونو درې یې په مرکز کلات، دوه په شینکۍ او یو په شاجوی ولسوالۍ کې دي.

نوموړي د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د مزکر کلات او ولسوالیو ډېرې سیمې لا هم له مخابراتي پوښښه بهر پاتې دي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي، په هغو ولسوالیو کې چې لا هم مخابراتي شبکې فعالې نه دي ، لامل یې د نفوس کموالی دی چې خلک په کې خواره واره استوګنه لري او مخابراتي شرکتونه نه شي کولای ټولې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

خو ده یادونه وکړه چې په دې اړه یې د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره خبرې کړي او هغو ژمنه کړې چې له مخابراتي پوښښه په پاتې سیمو کې به خپلې پایې نصبوي.

د مخابراتو رییس وايي، د دغه ولایت ډېرې کورنۍ بې وزلې دي چې ځوانان یې د کار روزګار لپار له هېواده بهر تللي دي او ډېر مهال د مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله نه شي کولای د هغوی له احواله خبرې شي.

د ده په خبره، د دې ستونزې د حل په موخه په دې وروستیو کې د مخابراتو وزارت یو پلاوی زابل ته راغلی و څو سروې وکړي چې په کومو سیمو کې مخابراتي اسانتیاوې نشته او باید تر پوښښ لاندې راوستل شي.

نوموړي د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره د خپلو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، هڅه کوي د خلکو د اسانتیاوو لپاره یو لړ ګامونه واخلي.

ده زیاته کړه، په زابل کې د مخابراتي شبکو ۷۱ انتونونو ته اړتیا ده چې په نصبولو سره به یې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د اوسېدونکو ټولې مخابراتي ستونزې حل شي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د مرکز کلات تر څنګ د شاجوۍ، ښار صفا، مېزانې او خاک افغان ولسوالیو اوسېدونکي له انټرنیټي خدماتو برخمن دي او په مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ کې بیا (3G) انټرنيټي خدمات شته.

خو ده وویل چې د دغه ولایت اووه نورې ولسوالۍ بیا له انټرنیټي خدماتو بې برخې دي او دوی هڅه کوي د افغان ټلیکام او نورو شرکتونو په مرسته د دغو ولسوالیو اوسېدونکو ته انټرنیټي خدمات ورسوي.

د مخابراتو ریس د پوستي خدماتو په اړه وویل چې غواړي د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د افغان پوسټ څانګې پرانیزي څو د دولتي ادارو تر څنګ عام خلک هم له دغو خدماتو ګټه واخلي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د اړوند ریاست په نوښت یې په مرکز کلات کې زده کوونکو ته د کمپیوټر زده کړې شپږ میاشتني کورسونه جوړ کړي چې په لږ فیس ورته د کمپیوټر پروګرامونه ور زده کېږي.

د ده په خبره، دا لړۍ دوام لري چې تر دې مهاله ۷۰ زده کوونکو داخله اخیستې، څو هغوی د دې جوګه شي چې په ادارو کې کار وکړي.

نوموړي د مخابراتو ریاست د تشکیل په اړه وویل چې ۲۸ کارکوونکي لري او ټول خپلو دندو ته راځي.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې سږ کال به د دغه ولایت ټولې مخابراتي ستونزې حل شي او غوره خدمات به ورته وړاندې شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.