د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ګنجګل سيمې خلک ادعا کوي چې له کلونو راهيسې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.
د زابل د مخابراتو رییس وايي، د دغه ولایت ۳ ولسوالۍ (دایچوپان، نوبهار او اټغر) له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي، خو په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې څو دا ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.