کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱) : یو عرب بریدګر د اسرایل په سویلي ښار بئر السبع کې څلور کسان وژلي چې په ورستيو کلونو کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګر د اسراییلو عرب اوسیدونکی و او په یوه لیسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.
پولیسو ویلي چې نوموړي له داعش وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور بند هم تیر کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې بریدګر د یوه چاړه په وسیله پر خلکو ګوزارونه کړي او څلور اسراییلیان یې وژلي دي.
ځایي مسولینو وویل چې د یوه بل لاروي لخوا یاد بریدګر هم وژل شوی دی.
امریکا او ځینو نورو هیوادونو دا بریدغندلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP