ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د ولايتي روغتون نوې ودانۍ جوړه شوه

د زابل د ولايتي روغتون نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
23 Mar 2022 - 18:53
د زابل د ولايتي روغتون نوې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
23 Mar 2022 - 18:53

[restrict paid=”true”]

کلات (پژواک ۳ وری ۱۴۰۱): د زابل د ولايتي روغتون نوې ودانۍ د نهه سوه زره ډالره په لګښت جوړه او نن پرانیستل شوه.

د دغې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولايت مسوولینو او چارواکو ګډون کړی وو.

د زابل د ولایتي روغتون آمر ډاکټر محمد داود مجیدي وايي، د ولایتي روغتون نوې ودانۍ سل بستره لري چې کارونه یې شاوخوا یونیم کال وړاندې پیل شوي و چې نن یې په رسمي ډول پرانیسته وشوه.

ده زياته کړه، پر دې ودانۍ نهه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د اسیايي بانک له خوا ورکول شوي دي. دا ودانۍ په عصري ډول جوړه شوې چې په یوه وخت کې د سلو ناروغانو د بستر وړتیا لري او ټول امکانات ورته چمتو شوي دي.

د ده په خبره، دا روغتون څلور برخې عمومي جراحي، عمومي داخله، اطفال او نسايي ولادي فعاله څانګې لري، چې په ورځیني ډول د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ناروغانو درملنه به په کېږي.

ډاکټر مجيدي وايي، د زابل ولایتي روغتون زړه ودانۍ له کار لوېدلې وه او ترڅنګ یې د زیاتو ناروغانو د بستر کولو وړتیا نه درلوده، چې د ځای د نشتوالي له امله له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وو چې په خبره یې اوس به یې دا ستونزه حل وي او چارې به په یوه معیاري ودانۍ کې مخته وړل کېږي.

د هغه په وينا، په روغتون کې یې په سمه توګه د ناروغانو درملنه کېږي او په څنګ یې هغوي ته درمل هم ورکول کېږي.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، هڅه کوي په مرکز کلات او ولسوالیو کې خلکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.

د ده په خبره، په پلان کې لري چې سږکال د معتادینو لپاره روغتون فعاله کړي، چې تر شلو کسانو پورې د بستر کولو وړتیا هم ولري او په خوا کې به یې د هغوی ښه درملنه هم وشي.

هغه زياته کړه، د ولسوالیو لپاره د بېل روغتون جوړول او د ولسوالیو لیرې پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته به پاملرنه زیاته وي.

نوموړی زیاتوي، د روغتیا برخې له همکارو مؤسسو او بنسټونو سره يې خبرې کړي چې په خبره یې هغوي هم ژمنه ورسره کړې چې د روغتیايي مرکزونو په تمویل او تجهیز کې به ورسره مرسته کوي.

د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر وویل، دوی به هم د روغتیا د برخې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

نوموړي د زابلي ډاکټرانو د کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې ولایت د روغتیا د برخې ملاتړ يې وکړ.

د زابل یوه اوسېدونکي جمیل احمد تکل د ولایتي روغتون د نوې ودانۍ پر پرانیستل کېدو خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې اوس به یې ناروغان په یوه معیاري روغتون کې درملنه کېږي.

نوموړي، پژواک ته وویل چې باید د مرکز ترڅنګ د ولسوالیو اوسېدونکو ته هم پاملرنه وشي، ځکه په ډېریو سیمو کې خلک روغتیايي مرکزونو ته په اسانۍ لاسرسی نه لري او له زیاتوي مشکلاتو سره مخامخ دي.

د زابل د دایچوپان ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله چې ولایتي روغتون ته یې خپل ناروغ راوستی، د نوې شفاخانې پر پرانیستلو د خوښي ښودلو ترڅنګ وویل، دایچوپان یوه غرنۍ ولسوالۍ ده چې هلته په خپله ولسوالۍ کې یې معیاري روغتیايي خدمات نشته، چې له امله یې مجبوریږي چې خپل ناروغانو له لیرو سیمو څخه ولایتي روغتون ته راولي.

نوموړي هیله وښوده چې دوی ته دې په خپله ولسوالۍ کې روغتیايي مرکزونه فعاله او ډاکټران ولېږل شي.

[/restrict]

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.