اسعدآباد (پژواک، ۶وری ۱۴۰۱): د کونړ ولايت پوهنې رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې ټول ۴۴۱ ښوونځي فعال دي چې ۲۸۸ يې ودانۍ نه لري.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال قاري احسان الله محمود پژواک آژانس ته وويل چې دا ستونزې يې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي او تمه ده چې د حل لپاره يې اقدام وشي.
ده وويل:"زموږ ۲۸۸ ښوونځي ودانۍ او سرپنا نه لري، سلګونه ښوونځي د پاکو او صحي اوبو او تشنابونو آسانتياوې نه لري."
په ورته وخت د کونړ یو شیمر او سیدونکي ټینګار کوي چې حکومت باید د پوهنې د ودې لپاره دغه ولایت ته پاملرنه ډېره کړي.
د کونړ وټه پور ولسوالۍ د قورو سيمې اوسیدونکي او قومي مشر عبدالله پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې شته ښوونځی ودانۍ او نورې آسانتياوې نه لري او ماشومان تر شنه آسمان لاندې درسونه وايي.
ده زیاته کړه:" کله چې باران او يا ډېره ګرمي وي، نو زموږ ماشومان ښونځي ته نه شي تلی."
هغه وویل، له حکومت څخه يې غوښتنه داده چې د پوهنې په برخه کې متوازن انکشاف ته لاره هواره کړي او په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د کونړ د دانګام ولسوالۍ وړې ګوریګا د منځني ښونځي د نهم ټولګي زده کونکي بشیرالله وويل:" د باران په ورځ زموږ ښونځی تش وي، ځکه ودانۍ نه لري؛ نو له حکومته مو غوښتنه دا ده چې زموږ ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت سرپرست شیخ مولوي نورالله منیر کابو يوه مياشت وړاندې " د کب په ۱۱مه " جوزجان ولايت ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د ياد وزارت مشرتابه هڅه کوي چې په هېواد کې یو خوځنده او غوره معارف ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP