Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرنې وزیر: په ټول هېواد کې مو ۲۵ميليونه نيالګي کېنولي

کابل ( پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): د کرنې وزیر مولوي عبدالرحمن راشد وايي چې په وروستيو څو مياشتو کې د دغه وزارت له خوا په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن ( وري ۶مه) په کابل کې د بزګر ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ده زياته کړه، يوازې په ننګرهار ولايت کې پر ۱۲زره جریبه ځمکه د مالټو، خرما او زيتون باغونه جوړ شوي.

د يادې ورځې په مناسبت د هېواد د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون هم پرانیستل شو.

راشد وويل چې دغه نندارتون د وطني تولیداتو پر بازار مثبته اغيزه کوي.

هغه وويل، کرنيز محصولات، زراعتي ماشين آلات او لاسي صنايع په سلګونو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي.

ده زياته کړه، ياد وزارت پلان لري چې بزګرانو او مالدارانو ته اصلاح شوي تخمونه، د بوټو د ناروغيو ضد درمل ورکړي او دغه راز د اوبو لګولو په برخه کې ورته د عصري سیستم زمينه برابره کړي.

هغه وویل، حکومت غواړي چې په ډېری ولایتونو کې د باران اوبو د زيرمه کولو لپاره بندونه جوړ کړي.

راشد دا هم وویل چې تر اوسه زر ګونه هکټاره ځمکه د غاصبانو له ولکې خلاصه شوې.

ده زياته کړه چې د کرنې وزارت په ياده برخه کې د پانګونې لپاره آسانتياوې برابروي او سوداګر کولای شي چې د زراعت په برخه کې پانګونه وکړي.

په ياده غونډه کې د محمد نذير  په نوم يوه بزګر وويل چې حکومت بايد اوبه کنټرول کړي، بندونه او کانالونه جوړ کړي او بزګرانو ته دې اصلاح شوي تخمونه ورکړي.

د ده په خبره چې په هېواد کې ډېرې شاړې ځمکې شته او حکومت باید هغه خلکو ته د کرنې لپاره ورکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.