Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” لغمان کې د صنعتي پارک سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې”

[restrict paid=”true”]

مهترلام (پژواک، ۷وری ۱۴۰۱): د لغمان مرستیال والي مولوي سید احمد بنوری وايي، په دغه ولايت کې د تېر نظام پر مهال يوازې د صنعتي پارک ۲۹۲ جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه د غاصبانو نومونه په ډاګه نه کړل او دا يې هم ونه ويل چې په دغه ولايت کې ټوله څومره ځمکه غصب شوې ده.

خو زياته يې کړه چې اوس د لغمان ولايت مقام، ښاروالۍ، استخباراتو او امنیې قوماندانۍ یو ګډ با صلاحيته کميسيون جوړ شوی او نږدې راتلونکې به د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره اقدام وکړي.

ده وويل، حکومت به هېچا ته د دولتي ځمکو د غصبولو اجازه ور نه کړي.

بنوري زياته کړه چې حتما به ټوله غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شي.

د دغه ولايت صنعتګر هم د صنعتي پارک د غصب شوې ځمکې د بېرته ګرځولو غوښتنه کوي.

د یاد ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست يوه مدير اول خان الکوزي پژواک ته وويل چې دوی د ولايت مقام ته وړاندیز کړی چې ۲۹۲ جريبه غصب شوې ځمکه دې د زورواکو له منګلو را خلاصه او صنعتکارانو ته ورکړل شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.