ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو درې کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی

هلمند کې یو درې کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی

author avatar
28 Mar 2022 - 16:28
هلمند کې یو درې کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی
author avatar
28 Mar 2022 - 16:28

لښکرګاه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې يو درې کلن ماشوم یوې ژورې څاه ته لوېدلی او د را ايستلو هڅه یې روانه ده.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس حافظ راشد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د موسی کلا ولسوالۍ په زور سيمه کې يو درې کلن ماشوم ۹۰ متره ژورې څا ته لوېدلی دی.

هغه زياته کړه: "اوس شاوخوا څلور بجې دي، تر اوسه ماشوم ژوندی دی او سيمې ته د والي په ګډون نور مسوولین، تخنيکي او روغتيايي ټېمونه رسېدلي او د را ايستلو لپاره يې هڅې روانې دي."

د يادونې ده، له څو مياشتو راهيسې په هلمند، کندهار، زابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې وخت ناوخت ماشومان ژورو څاګانو ته لوېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.