کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۰): د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه په دوه ورځنۍ ناسته کې به په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو پر راجلبولو تمرکز وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین پرون په پیکينګ کې خبريالانو ته ویلي چې په یاده غونډه کې به د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران او یا استازي ګډون وکړي.
هغه زياتوي، دغه ناسته چې مشري به يې د چين د بهرنيو چارو وزير کوي، چهارشنبې او پنجشنبې (د مارچ ۳۰مه او ۳۱مه) د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونشي کې جوړه شي.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي هم په دې ناسته کې ګډون کوي او د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران هم د ځانګړو مېلمنو په توګه ناستې ته وربلل شوي دي.
ونيبين زياتوي: «له ګاونډيو هېوادونو مو هيله دا ده چې د افغانستان مسئلې په اړه لا زياته اجماع رامنځته کړي، افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو په راجلبولو تمرکز وشي او پر نړیوالو غږ وشي چې په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي.»
هغه وایي: «د افغانستان وضعیت اوس له ګډوډ حالت نه د نظم پر لور روان دی، خو افغانان لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري؛ تر څنګ يې بايد امریکا د افغانستان د اقتصادي بیارغونې اصلي مسوولیت په رښتیني ډول پر غاړه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او په کابل کې يې د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي، د رييس الوزراء له مرستیال ملا عبدالغني برادر او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن