Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بسګله چې په جګړو کې یې خاوند وژل شوی او د اته کسیزې کورنۍ سرپرسته ده

نیلی (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): مېرمن بسګله چې د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب اوسېدونکې ده او مېړه یې په تېرو جګړو کې وژل شوی، اوس د اتو یتیمو اولادونو سرپرسته ده او له اقتصادي ستونزو ډک ژوند تېروي.

بسګله او اولادونه یې یو له هغو لسګونو کورنیو ده چې د تېرې جګړې قرباني شوې او اوس له خپله کوره لرې د نیلي ښار په کوڅو کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره شپې ورځې تېروي.

دغه کورنۍ چې د پاتو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، د فقر او بېوزلۍ له امله نه ده توانېدلې بېرته خپلې سیمې ته ستنه شي.

بسګله چې اوس مهال د خپلو ماشومانو سرپرستي کوي، وايي، ټولو خیریه بنسټونو ته یې مراجعه کړې، خو چا ورته پام نه دی کړی.

هغې وویل: ((سهار وختي له کوره وځم، تر ماښام پورې په ښار او بازار کې ګرځم او د ټولو خیریه بنسټونو مرستې تعقیبوم، خو نه شم کولای په یادو مرستو کې شامل شم.))

نوموړې ادعا وکړه او ویې ویل، کله یې چې سیمې ته موسسې راشي، په ښه ډول د کورونو سروې نه ترسره کوي، مستقیم د شورا رییس ته ځي، په مرستو کې ځانګړي کسان شاملېږي.

بلخوا د بسګلې انا حواګل هم وايي چې په تېرو جګړو کې د کورونو له ویجاړېدو یې وروسته تر اوسه د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې بېرته یې جوړ کړي.

هغې وویل: ((اوس پیسې نه لرو چې کورونو ته ستانه شو، په کرایي کورونو کې ژوند کوو او څو میاشتې کېږي چې د کور کرایه مو هم نه ده ورکړې.))

نوموړې زیاته کړه چې اوس مهال یې کورونه ان فرش نه لري، د ناچارۍ له امله درې بېځایه شوې کورنۍ په یو کوچني کور کې ژوند کوي.

دغه کورنۍ له حکومته غواړي چې د بېځایه شوو وضعیت ته پام او له خیریه بنسټونو جدي نظارت وکړي.

د یادونې ده، په هېواد کې په څه باندې ۴۰ کلنه جګړه کې میلیونونه افغانان قرباني شوي او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.