Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د افغان پانګوالو او سوداګریزو شرکتونو ټولنه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): یوه حکومتي چارواکي، «د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګوالو ټولنې» د پرانېستې په مراسمو کې وویل، حکومت هڅه کوي چې شته اقتصادي ستونزې حل کړي؛ څو هېوادوال د یو هوسا، ازاد او پر ځان بسیا افغانستان شاهدان اووسي.

نن (د وري ۹مه) د افغانستان سوادګریزو شرکتونو او پانګوالو له خوا د پانګوالو او شرکتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو، په هېواد کې پانګونې او سولې برخو کې د سوداګرو هڅولو، او سوداګرو ته د سوداګرۍ او پانګونې اړوند د ګډ کاري چاپېریال رامنځته کولو په موخه په کابل کې غونډه جوړه شوې وه.

د يادې ټولنې رییس محمد باز غيرت په کابل کې د دغې ټولنې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، دغه اتحاديه د شرکتونو او پانګوالو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، په هېواد کې د سولې او پانګونې په برخه کې د سوداګرو د هڅونې، په هېواد کې د ګډ کاري چاپېريال رامنځته کولو او د پانګوالو لپاره د  پانګونې په موخه جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: "په هیواد کې له بدلون وروسته،  ډیری سوداګر له دې امله چې ګواکې مال او ځان یې په خطر کې دی، هېواد پرېښی؛ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې بې ساری یووالی ټینګ شوی."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.