کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): یوه حکومتي چارواکي، «د افغانستان د سوداګریزو شرکتونو او پانګوالو ټولنې» د پرانېستې په مراسمو کې وویل، حکومت هڅه کوي چې شته اقتصادي ستونزې حل کړي؛ څو هېوادوال د یو هوسا، ازاد او پر ځان بسیا افغانستان شاهدان اووسي.
نن (د وري ۹مه) د افغانستان سوادګریزو شرکتونو او پانګوالو له خوا د پانګوالو او شرکتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو، په هېواد کې پانګونې او سولې برخو کې د سوداګرو هڅولو، او سوداګرو ته د سوداګرۍ او پانګونې اړوند د ګډ کاري چاپېریال رامنځته کولو په موخه په کابل کې غونډه جوړه شوې وه.
د يادې ټولنې رییس محمد باز غيرت په کابل کې د دغې ټولنې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، دغه اتحاديه د شرکتونو او پانګوالو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، په هېواد کې د سولې او پانګونې په برخه کې د سوداګرو د هڅونې، په هېواد کې د ګډ کاري چاپېريال رامنځته کولو او د پانګوالو لپاره د پانګونې په موخه جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: "په هیواد کې له بدلون وروسته، ډیری سوداګر له دې امله چې ګواکې مال او ځان یې په خطر کې دی، هېواد پرېښی؛ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې بې ساری یووالی ټینګ شوی."
هغه ټينګار وکړ، په يو هېواد کې سوداګر د هېواد د ملا تیر او ښایست دى او هغه سوداګر چې له هېواده وتلي بايد بېرته ته راوبلل شي؛ ځکه چې په هیواد کې د کاروبار په زیاتېدو سره به عواید لوړ شي.
هغه څرګنده کړه: "له دې ناستې وروسته پرېکړه دا ده چې د اسلامي امارت په تفاهم بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړو او هغه سوداګر چې تښتېدلي، بېرته یې هېواد ته راوبلو."
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم وايي چې د دا ډول اتحادیو جوړول کولای شي د هېواد په اقتصادي بدلونونو، اقتصادي ودې او اقتصاد غوړېدو کې مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: "دا زموږ ټولو دنده ده چې په داسې شرایطو کې له خلکو سره مرسته وکړو، څو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي."
نظري څرګنده کړه: "بهرنۍ رسنۍ چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، د خلکو تر منځ د نا امنۍ احساس راپاروي او د پانګو ایستلو ته فضا برابروي؛ زموږ دنده ده چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د یادې نرمې جګړې مقابله وکړو."
نوموړي د اتحاديې جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه؛ دا يې يو ستر ګام وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان تاريخ به دا هېر نه کړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه، دغه وزارت هڅه کوي چې شته اقتصادي ستونزې له منځه یوسي او په پایله کې هیوادوال د هوسا، ازاد او پر ځان بسیا افغانستان شاهدان اووسي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وویل چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې ټرانزیټ جریان لري او هیواد باید د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.
هغه زیاته کړه: "په اوسنيو شرایطو کې صادرات په عادي ډول روان دي او په هېواد کې باج اخیسته نشته."
په ورته مهال د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین زاده وايي: "دا د شرم خبره ده چې هر څه له بهره وارد کړو او دې کار ته تجارت نه ویل کیږي؛ بلکې تجارت هغه دی چې یو څه له دې ځایه یوسو او یو څه له هغه ځایه راوړو؛ خو که هر څه له بهره راوړو هغه ته کمېشنکاري ویل کېږي."
هغه زیاته کړه، سوداګر باید د هوساینې او پرمختګ لاره خپله کړي او په هغو برخو کې پانګونه وکړي چې د هیواد د سوکالۍ سبب ګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










