Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کابله دوحې ته الوتنې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د کابل نړیوال ‌ډګر چارواکي وايي چې د قطر پلازمېنې دوحې او کابل ترمنځ عادي الوتنې پيل شوې.

په افغانستان کې له تحول وروسته- چې کابو اووه میاشتې تېرېږي- د کابل- قطر ترمنځ ځانګړې الوتنې وې، خو په عادي ډول الوتنې درول شوې وې.

د کابل هوایي ډګر د وي ای پي برخې مسوول اسد بري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د قطر پلازمېنې او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې.

دی وایي چې د دغه بهیر لومړۍ الوتنه نن د  اريانا افغان هوايي شرکت له کابل نه قطر ته ترسره کړه.

هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به یاد شرکت په اوونې کې د کابل- دوحې ترمنځ درې الوتنې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.