Pajhwok Afghan News

د ټرایکا غونډې ګډونوالو د افغانستان په ثبات او اقتصادي وده کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د ټرایکا غونډې ګډون کوونکي هېوادونه (چین، پاکستان، امریکا او روسیه)  وايي، د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او چمتو دي چې د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټويټرپاڼه لیکلي چې چین ته د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ تللي لوړپوړي پلاوي نن د ټرایکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ.

دی وايي: “په دې غونډه کې په افغانستان کې د رامنځته شوو بشري او اقتصادي ننګونو، مثبتو تحولاتو او فرصتونو خبرې وشوې، د چین، روسیې او امریکا په ګډون د ناستو هېوادونو استازو ژمنې وکړې چې د ګډې همکارۍ له لارې به په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي.”

هغه زیاته کړه، د ټرایکا پلس غونډې برخوالو هېوادونو ویلي چې د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو واردولو پر ځای دې له دغه هېواده ملاتړ وشي.

سرچینه وایي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په یاده غونډه کې ویلي: “وروسته له ۴۳ کلونو په افغانستان کې مرکزي حکومت او سراسري امنیت تامین شوی، د تداوم لپاره یې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده، څو په افغانستان کې راغلي مثبت تحولات او فرصتونه د سیمې او نړۍ په ګټه و اوسي”

ده ویلي چې د افغانستان نوي حکومت ته په داسې حال کې ۴۰ میلیوني هېواد ورپاتې شو چې په مادي لحاظ یې هر څه له منځه وړل شوي دي او چارې باید له صفره پیل شوې وای.

خو دی زیاتو چې اوس په ټولو برخو کې ورځ تر بلې پرمختګونه روان دي.

دلاور ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد نه استعمالېږي او نه به چا ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ ثبات ته صدمه ورسوي.

د یادونې ده، له تېرې ورځې راهیسې په چین کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده.

په یاده غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو ترڅنګ د امریکا، روسيې، قطر او اندونیزیا استازي هم برخه لري.

Views: 36

Exit mobile version