ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باجوه: که ستونزې یې هوارې نه شي، افغانستان بیا دترهګرو پر مرکز بدلېږي

2 Apr 2022 - 20:52
2 Apr 2022 - 20:52

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱) د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه وایي، که چیرې د افغانستان ستونزې هوارې نه شي، دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدلیږي،

د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه دا څرګندونې پرون د (اسلام اباد امنیتي فورم) کنفرانس ته کړې دي.

هغه د یوکراین شخړې ته په اشارې سره ویلي، چې هلته د انساني بحران سره باید د افغانانان له یاده ونه ویستل شي.

جنرال باجوه ګواښ کړی، که په دې سخت وخت کې له افغانستان سره مرسته ونه شي، نو نه یواځې د کډوالو بله ستونزه به پیدا شي، بلکې دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدلیدلی شي چې له امله یې د ستمبر یوولسمې په څير پيښې بیا تکراریدلی شي.

ذی وایي، داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه تیز کړي او غواړي چې په دغه هیواد کې خپل نړیوال پروګرامونه پلي کړي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي،  که څه د افغانستان د سرپرست حکومت کارونه دومره سم نه دي، خو بیا هم نړیواله ټولنه باید ددغه حکومت مرسته وکړي.

د هغه په وینا، پر افغانستان بندیزونه لګول به ددغه هیواد ستونزې لا هم زیاتې کړي.

جنرال باجوه وایي چې په پاکستان کې اوس هم څلور میلیونه افغان کډوال میشت دي او پاکستان غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د استحکام لپاره کار وکړي، څو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي،.

Views: 474

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version