کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد په ( اسلام اباد امنیتي فورم) ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي ددې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ مشر جنرال باجوه سره ددواړو هیوادونو پر اړیکو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې دده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې استولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP