ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد او باجوه پر افغانستان خبرې کړې

خلیلزاد او باجوه پر افغانستان خبرې کړې

author avatar
2 Apr 2022 - 00:31
خلیلزاد او باجوه پر افغانستان خبرې کړې
author avatar
2 Apr 2022 - 00:31

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد په ( اسلام اباد امنیتي فورم) ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد  ته راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړي ددې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ مشر جنرال باجوه سره ددواړو هیوادونو پر اړیکو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې دده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې استولی دی.

Visits: 758

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.