Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزار شریف کې دیوې قابلې په ګډون دوه کسان وژل شوي

مزار شریف (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱) : د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د وري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې  پېښه پرون د دوه کورنیو تر منځ د خپل منځي ستونزو او شخړې له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځینه قابله  او بله نارینه ده،  د وژل شوې قابلې په تور دوه کورنۍ د پولیسو تر څار لاندې دي.

خو وزیري په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.