ژبه

ټام ویسټ له کرزي سره د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځيو د پیل ځنډېدو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن پر خپل ټويټر لیکلي چې تېره ورځ یې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو په اړه خبره کړې دي.

هغه وایي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د غوښتنو په تړاو یې هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د روانې وري میاشتې په درېیمه پیل شوی، خو حکومت د نجونو لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل تر بل امر پورې ځنډولی او ویلي یې دي چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پیل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع