Pajhwok Afghan News

افغانستان ته د  ۳۲ میلیونه ډالرو مرستې شلمه کڅوړه راورسېده

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده.

دغه بانک پر خپل ټوېټر لیکلي چې په څو وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیله تر دې مهاله دا شلم ځل دی چې له هېواد سره دا ډول او په همدې کچه مرسته کېږي.

سرچینه زیاتوي چې کابل ته دا مرستې په نغدي ډول راځي او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل کېږي.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کړې او په مالي او بانکي برخو کې ورڅخه د لا همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر پانګه کنګل کړه چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

Views: 44

Exit mobile version