خوست ښار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): په خوست ولایت کې څه باندې څلورو زره کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
د چین هېواد له خوا د مرسته شوو دغو خوراکي توکو د وېش لړۍ د وري ۱۷مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني له خوا پيل شوه.
په دې مرسته کې چې مالي ارزښت يې نه دی معلوم، هرې کورنۍ ته پنځوس کیلويي لومړۍ سېله وريجي په پام کې نيول شوې چې نن په لومړی ورځ شاوخوا اووه سوه کورنيو ته ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل لرحمن حقاني وايي، د خوراکي توکو دا مرسته د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر اړمنو کورنيو په شفاف ډول وېشل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، ياده مرسته پر ۴زره او څلور سوه کورنيو وېشل کېږي چې داخلي بېځايه شوي او راستنېدونکي هم په کې شامل دي.
خليل الرحمن حقاني دغه راز وويل چې د بېوزلو کورنيو او راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ستونزو د دايمي حل په موخه دوی پر يوې نوې برنامې کار پيل کړی دی.
هغه زياته کړه چې د دې برنامې په چوکاټ کې به بېوزلي او هغه راستنېدونکي کډوال چې اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د يوه کاروبار زمينه برابره کړي، څو له هغې له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.
د ګردېز خان په نوم د خوست مرکز اړوند د متون ورغه کلي يوه اوسېدونکي چې ياده مرسته يې ترلاسه کړې، له پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې د روژې په مبارکه مياشت کې چې د توکو بيې لوړې شوې، دا مرسته ترلاسه کوي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې ورسره دا ډول نورې مرستې هم وشي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه يې «۳۲۰» کانټينره اوله درجه وريجې چې د چين هېواد مرسته شوې دي، پر بېوزلو هېوادوالو وېشلې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP