ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: هلمند کې امریکایانو بمبار نه دی کړی،حکومت زړو ماینونو ته چاودنه ورکړې

مجاهد: هلمند کې امریکایانو بمبار نه دی کړی،حکومت زړو ماینونو ته چاودنه ورکړې

author avatar
8 Apr 2022 - 00:06
مجاهد: هلمند کې امریکایانو بمبار نه دی کړی،حکومت زړو ماینونو ته چاودنه ورکړې
author avatar
8 Apr 2022 - 00:06

کابل ، لښکرګاه (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱) : دسرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هلمند کې دامریکایي ځواکونو هوایي برید ردوي او وایي چې هلته زاړه ماینونه په یوه دښته کې ددوی لخوا له منځه وړل شوي دي.

تر دې مخکې د «ماډرن ډېپلوماسۍ» په نوم یوې بهرنۍ نشریې خبر خپور کړی و چې امریکا هلمند کې د وسلو پر یوې ډیپو هوایي برید کړی دی.

ماډرن ډیپلوماسۍ «د استخباراتي راپورونو» له مخې لیکلي چې دغه برید د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د هلمند په شوراب کې شوی او د افغانستان د سرپرست حکومت د وسلو یوه ډېپو یې له منځه وړې ده.
ځینې نورو رسنیو هم د ماډرن دیپلوماسۍ په حواله دغه راپور خپور کړی دی.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي : ” په هلمند کې مجاهدینو زاړه خښ شوي ماینونه راټول کړي او له شوراب سره په نیږدې سیمه کې یې په یوه دښته کې له مینځه وړي دي.”

هغه زیاته کړې، نور هلته کومه بله پیښه نه ده شوې او نه هم کوم هوایي برید شوی. په دې تړاوو د ځینو رسنیو تبلیغات حقیقت نه لري

دغه راز د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي: «ِیو شمېر مغرضو رسنیو خبر خپور کړی چې امریکایانو په هلمند کې هوایي برید کړی. دلته په ټول هلمند کې الحمدالله تر بشپړې فتحې وروسته هېڅ هوایي برید نه دی شوی. بالکل مطمین اوسۍ.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون پژواک د امریکا د (ملیټري ټایمز) رسنۍ په حواله خبر خپور کړ چې امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې هوایي برید نه دی کړی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.