Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخي: روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت نوي ډیپلومات ته وسپاره

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د سرپرست حکومت لخوا استول شوي ډیپلومات جمال ناصر غروال ته سپارلی دی.

تر دې مخکې د وري په ۱۰مه، چین ته د سفر پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، د افغانستان د سرپرست حکومت لومړنی ډیپلومات – چې تېره میاشت روسیې ته استول شوی – د مسکو له خوا له باورلیک ترلاسه کولو وروسته ومنل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وري په ۲۰مه، پخپل ټویټر پاڼه لیکلي: "نن په مسکو کې د افغانستان سفارت د ا.ا.ا (افغانستان اسلامي امارت) له خوا استول شوي ډيپلومات ته وسپارل شو.))

هغه زیاته کړې، د بهرنيو چارو وزارت له روسيې فدراتيف حکومته مننه کوي چې د افغانستان ډيپلومات ته يې باورليک ورکړ او زمينه يې برابره کړه چې افغان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامینولو او په روسيه کې مېشتو افغانانو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول ولوبوي.

بلخي وایي، افغانستان د مشروع حکومت په توګه حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سياسي استازوليو مدیریت په واک کې ولري او نړۍ سره مسئولانه تعامل وکړي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ډيپلومات منل  د افغانستان د سرپرست حکومت  رسمیت پيژندلو په معنی نه دی.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخاروف یوې خبرې غونډې ته ویلي، دا له وخته مخکې ده چې د سرپرست حکومت رسمیت منلو په تړاو خبرې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.