Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«ایران کې دې له افغان کډوالو سره د ظالمانه چلند مخه ونیول شي»

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): ځینې افغان شنونکي او سیاستوال، ایران کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو چلند «بې رحمانه» بولي، له حکومت، سیاسیونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغو کډوالو له حقونو د دفاع لپاره غږ اوچت کړي.

د سرچینو د څرګندونو مهم ټکي:

  • ایران زموږ د بېوسه او مسافرو وروڼو پر وړاندې ظالمانه او بې رحمانه چلند کوي.
  • افغان حکومت دې د ایران سفیر احضار کړي.
  • په ایران اوبه بندې کړئ!
  • د هېواد واکمنو ته په کار ده چې له ډېپلوماتیکو لارو دا ستونزه حل کړي.
  • حکومت: د ایران سفارت ته مو ویلي چې د افغانانو اندېښنې خپلو لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ یو تن مشهد کې د امام رضا په زیارت کې پر روحانیونو په چاقو سره برید وکړ چې له امله یې یو دیني عالم ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ دا برید د ایران ضد «تکفیري ډلو» کار بللی، ویلي یې دي، خلک باید اجازه ورنه کړي چې «منافقان» د دې برید له امله د مسلمانانو ترمنځ مذهبي اختلاف رامنځته کړي، خو ځینو ایراني چارواکو - که څه هم د بریدګر هویت نه دی اعلان کړی- په خواله رسنیو کې یې ایران کې مېشتو افغانانو ته ګوته نیولې ده.

له دې برید وروسته پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې وایي ایران کې مېشتو افغان کډوال ډبول کیږي، لاس او پښې یې تړل شوي او ډېر بد چلند ورسره کېږي.

«د مسافرو پر وړاندې د ایران ظالمانه چلند»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف په دې اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «له افغانانو سره د ایران د حکومت بده رویه خواشینونکې ده، چې زموږ د بېوسه او مسافرو وروڼو پر وړاندې ظالمانه او بې رحمانه چلند کوي، د هېواد واکمنو ته په کار ده چې له ډیپلوماتیکو لارو دا ستونزه حل کړي؛ همدارنګه د افغانانو دا لړی باید د عواملو په تحقیق سره ودرېږي.»

د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل هم ایران کې د افغانانو وضعیت دردوونکی بولي، وایي چې افغانان د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته کډوال شوي او اوس هلته هم د ایرانیانو له بد چلند سره مخ دي.

ده وویل: «د ايران په ګډون په نړيوالو غږ کوم چې په دې سختو حالاتو کې زموږ د لاسونو پرې کولو پر ځای موږ ته لاس را کړي، موږ نهایت مغرور، خو اوس مجبور ملت يو او د مجبوريت له امله په مخ خوړل شوې څپېړې او لاس ورکول دواړه هېڅکله هم نه هيريږي؛ تاريخ ګواه دی حالات خامخا تغيیر کوي.»

امرخيل زیاتوي: «هیله من یو چې اسلامي امارت دغه موضوع جدي ونیسي، ایرانیانو سره خبرې پرې وکړي او دغسې کړنې چې د ولسونو او ملتونو تر منځ درز پیدا کوي، له هغه څخه ډډه وشي.»

ده پر افغان سياستوالو غږ وکړ چې په ټوله کې کله داسې ستونزه پیدا کېږي، نو د خپل ولس تر څنګ ودرېږي، غږ يې اوچت کړي او له حقونو يې دفاع وکړي.

هغه زیاتوي: «په ایران کې د افغانانو دردونکی حالت زموږ د اعمالو پایله ده، موږ افغانانو ټول عمر د یو بل په پرځولو کې تېر کړ او ځان مو ښه کمزوری کړ، چې اوس يې نهایت دردونکې پايلې ګورو.

حکومت دې د  ایران سفیر احضار کړي

د کابل پوهنتون استاد ذکریا حيدري، ایران کې له افغانانو سره د بد چلند د مخنیوي په اړه وايي: «دولت کولای شي په ډېرې اسانۍ سره په افغانستان کې د ایران سفير احضار او د ایرانيانو د دغه غيرانساني چلند په اړه پوښتنه ورنه وکړي، او يا د بهرنيو چارو وزير ښاغلی متقي دې په مستقيم ډول د ایران د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې وکړي او د ياد تشنج د کمولو او وضعيت د عادي کولو په اړه له ډيپلوماتيکو لارو کار واخلي.»

اوبه پرې بندې کړئ!

افغان لیکوال علم ګل سحر بیا پر خپله فیسبوکپاڼه ليکلي: «هر ایراني چې هر افغان هر ځای لیدلی، نیولی یې دی، په خپل شخصي زندان کې یې بندي کړی، شکنجه کړی یې دی او بیا یې وژلی دی، د قرن بې‌ساري جنایتونه زموږ د اسلامي ګاونډي له خوا.»

هغه زیاتوي: «له افغانستان څخه ايران ته هر ۲۴ ساعته لږ تر لږه د  څلور ميلیونو امريکايي ډالرو په اندازه اوبه ورځي، او دوی یې په بدل کې د بېوسه او بې کسه افغانانو وینې تویوي، اوبه پرې بندې کړئ.»

حکومت: د ایران سفارت ته مو ویلي چې د افغانانو اندېښنې خپلو لوړپوړو چارواکو ته ورسوي

د افغانستان سرپرست حکومت، مشهد کې د تېرې سې شنبې برید غندلی، ویلي یې دي چې دا برید په افغانستان او یا هم افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دويم سياسي رياست مشر فيضان الله ناصري د ایران د سفارت له چارواکو سره په بهرنیو چارو وزارت کي کتلي او په ايران کې يې له افغان کډوالو سره د ياد هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند خبري کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء تکل وایي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د ایران سفارت له چارواکو سره په دې اړه د افغانستان د حکومت او ولس اندېښني او احساسات شريک کړي او ترې غوښتي یې دي چې خپلو جګپوړو چارواکو ته یې ورسوي.

د ده د څرګندونو له مخې، په یاده ناسته کې دواړو لوریو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوابدۍ لامل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان د دغو وېډیوګانو تر خپرېدو وروسته ویلي، افغانان له هر ډول تبعیض، ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخ دي او د ایران د سرحدي پولیسو له ‌خوا د ټوپک او زور له لارې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.