اسعدآباد(پژواک، ۲۲وری ۱۴۰۱): د کونړ کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې ۱۵۰۰جریبه کرنیزه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده .
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس ملاعزت الله هدایت پژواک ته وويل: “موږ د امیرالمومنین له فرمان سره سم د غاصبینو پرضد جدي مبارزه پيل کړې؛ تر اوسه مو ۱۵۰۰جريبه غصب شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.”
نوموړي وویل، مبارزه يې دوام لري او ټولې غصب شوې دولتي ځمکې به بېرته د دولت په ملکیت کې شاملې کړي.
هدایت زياته کړه چې د ولايت په کچه د غصب شويو ځمکو تثبیت لپاره يو ګډ پلاوی ټاکل شوی چې د بېلابېلو ادارو استازي پکې ګډون لري.
نوموړي وویل، په خاص کونړ ولسوالۍ کې له کلونو راهيسې د زورواکانو له خوا ډېرې ځمکې غصب شوې دي چې ۱۵۰۰ جریبه يې تثبیت او له غصبه خلاصه شوې او د نورو دا ډول ځمکو د معلومولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه دا ونه ویل چې غاصبینو ته به سزا ورکړي که نه؛ خو له خلکو یې وغوښتل چې د شرعي اسنادو نه لرونکې ځمکې دې نه اخلي او له حکومت سره دې د غصب شويو ځمکو په معلومولو کې مرسته وکړي.
د کونړ اوسېدونکي له غاصبینو د دولتي ځمکو راګرځولو په برخه کې د حکومت هڅې ستایي او ټینګار کوي چې غاصبینو ته باید سزا هم ورکړل شي .
د کونړ مرکز اسعداباد اوسیدونکي حشمت الله ژمن وویل: “لاهم ګڼ داسې دولتي ملکیتونه او ځمکې شته چې د شخصي وګړو او زورواکانو په ولکه کې دي او حکومت بايد دغو کسانو ته سخته سزا هم ورکړي.”
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی محمد اسماعیل بیا وایي، په ولسوالۍ کې یې سلګونه جریبه دولتي ځمکه تازه د ځایي خلکو لخوا غصب شوې ده.
هغه وایي، د تېر نظام له پرځېدو راهیسې د سیمې خلکو په خپل سر هغه کرنیزې ځمکې لاندې کړې چې د حکومت په ملکیت پورې تړلې وې.
ده وويل، حکومت دې غصب شوې ځمکې را وګرځوي او په دې برخه کې دې د هېچا مراعات نه کوي.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن