Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان تېر کال د سل میلیون ډالرو په ارزښت انجه صادر کړې ده

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال له افغانستانه د سل میلیون ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده.

انجه یو طبي بوټی دی چې له ريښې یې سور رنګ ته مایله سپینه شیره وځي او له دې شیرې د درملو په جوړولو او د خوراکي توکو په خوندور کولو کې کار اخیستل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، انجه تر ټولو ډېره د هېواد په شمالي ولايتونو، په ځانګړي ډول په سمنګان، فارياب، بغلان، جوزجان، بلخ او کندوز ولايتونو کې کرل کېږي او په طبیعي ډول په غرونو کې هم شنه کېږي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپل ټويټر ليکلي چې تېر کال د سل میلیون ډالرو په ارزښت ۱۲۵۸ ټُنه انجه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د انجې ډېر صادرات هندوستان ته شوي دي.

یادو شمېرو ته په پام یوه کیلو انجه په شاوخوا ۷۰۰۰ افغانۍ پلورل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.