[restrict paid=”true”]
فیض اباد (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱ ): يوه سرچينه وايي، په بدخشان کې د وسله والو پر يوه پټنځای بريد کې اته تنه وژل شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پژواک اژانس وویل: ((په هغو بریدونو کې چې نن سهار په کوهستان ولسوالۍ کې د وسله والو پر یوه پټنځای ترسره شول، اته کسان وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی.))
د ده په خبره، په دې عملیاتو کې شپږ میله وسله (کلاشینکوف، یو میل راکټ، یو میل ثقیل، یو میل ام فور، یوه تومانچه او دوه د شپې دوربینونه) د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه زیاته کړه: ((په دې نښته کې پر نورو مجاهدینو سربېره د بدخشان امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر او د هوايي ځواک قوماندان مولوي امان الدین منصور هم برخه اخیستې وه؛ جګړه اوس په بریالیتوب پای ته رسېدلې او د دښمن ټولې ځالې له منځه یووړل شوې دي او د اسلامي امارت ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))
[/restrict]
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن