Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو ته میکانیزم جوړېږي

کابل(پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون یوه پلاوي ته دنده ورکړې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو ته یو میکانېزم جوړ کړي. دغه راز کمېسیون وايي، امنیتي ارګانونه دې له برېښنا شرکت سره د پورونو په راټولولو کې همکاري وکړي.

دغه څرګندونې د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.

سرچینې زیاته کړې، اقتصادي کمېسیون د افغانستان بانک او دولتي شرکتونو استازو ته هم دنده وسپارله، څو په ګډه پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو په اړه یو منظم میکانېزم جوړ کړي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته شاوخوا اوه میاشتې وړاندې، بانکي محدودیتونه وضع شول.

د دغو محدودیتونو له مخې، دا مهال په یوه اونۍ کې شرکتونه ۵۰۰۰ ډالر او خلک ۴۰۰ امریکایي ډالر له خپلو بانکي حسابونو تر لاسه کولای شي.

د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د افغانستان د برېښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې له برېښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي.

سرچینې لیکلي: "د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کابل له فتحې وروسته او تر هغه مخکې ډېری دولتي ادارو او زورواکانو د دوی پورونه نه دي ورکړي چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا شرکت شاوخوا څلور میاشتې مخکې ویلي و چې مشترکین یې ۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې، اقتصادي کمېسیون د کابینې له ۲۸مې مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده وسپارله، څو هر وزارت د خپلو اقتصادي او پرمختیايي پروژو طرحې ترتیب او د منظورۍ په موخه یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.