مزارشریف (پژواک، ۲۳ وري، ۱۴۰۱) بلخ ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان بېړنۍ برخې مسووله لوردیس سوولېس وایي، چې هر کال په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله دیارلس میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړې دغه څرګندونې په بلخ کې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې او وایي، سږکال د روغتیا نړیوال سازمان ټول تمرکز پر همدې موضوع راڅرخي او له همدې امله ۲۰۲۲ کال روغتیا نړیوالې ورځې ته یې (زموږ سیاره، زموږ روغتیا) نوم ورکړی.
د لوردېس سوولېس پر وینا هر کال په نړیواله کچه ۱۳ میلیون انسانان په ککړه هوا کې د کار کولو له امله مري، له ۱۰۰ کسانو څخه ۹۹ کسان ککړه هوا تنفس کوي، چې هره دقیقه کې یو انسان د سږي سرطان او د زړه رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هغې په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان ارقام دا هم ښیي چې په نړۍ کې ۱۶۱ میلیون انسانانو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ۳۷ میلیونه انسانان سر خلاصو تشنابونو څخه ګټه اخلي، ۸۰ میلیونه انسانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې د ناپاکو اوبو د استفادې او اسهالاتو له امله ۷۰۰۰۰ کسان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړې همدا راز وایي، چې په نړۍ کې د دغې ستونزې سره د مبارزې برخه کې اړتیا دا ده چې حکومت، ټولنیز سازمانونه او انجوګانې لاسونه سره یو کړي او په ګډه د دغې ستونزې سره د مقابلې برخه کې کار وکړي.
په ورته مهال کې په دغه غونډه کې د بلخ عامې روغتیا رئیس نجیب الله توانا هم د اقلیمي بدلون او له دې امله د راپورته شویو خطراتو په اړه خپله اندېښنه وښوده او ویې ویل ، اقلیمي بدلون، د تودوخي لوړوالی، د اوبو د سطحې ټیټښت، له پلاستیکو څخه ګټه اخستل او د ډبرو سکرو سوځول هغه څه دي، چې هوا ککړه کوي او د انسانانو د مرګ او ناروغۍ لامل کېږي.
هغه وایي، هر کال د روغتیا نړیواله ورځ پر بېلابېلو نومونو نمانځل کېده او سږکال یې دغې ورځې ته “زموږ سیاره، زموږ روغتیا نوم” ځکه ورکړی، چې نړۍ د یوه جدي خطر سره مخ ده او هغه خطر همدا اقلیمي بدلون دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP