ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران له افغانستان څخه د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت غوښتنه وکړه

ایران له افغانستان څخه د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت غوښتنه وکړه

author avatar
12 Apr 2022 - 00:35
ایران له افغانستان څخه د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت غوښتنه وکړه
author avatar
12 Apr 2022 - 00:35

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ایران پر ضد له پراخو لاریونونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومت غوښتي دي چې ددغه هېواد  د سفارت او کونسلګریو امنیت ټېنګ کړي.

د ایران پر ضد لاریونونه وروسته له هغه پیل شوي چې دایراني امنیتي مسوولینو او خلکو لخوا افغانانو سره ظلمونه او زور زیاتی ډیر شو.

بلخوا لاریون کوونکو په هرات ولایت کې دایران د قونسلګرۍ دروازې ته اور اچولی او په کاڼو یې ویشتی دی.

له دغو لاریونونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان له سرپرست حکومت  وغوښتل چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت ټېنګ کړي.

نوموړي وویل: «د ایران د اسلامي جمهوري د سفارت او په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې یې د کونسلګریو کامل امنیت باید تامین شي او د دغو استازولیو د باامنه فعالیت لپاره دې لازم ضمانتونه ورکړل شي.»

ایراني رسنیو د خبر له مخېو خطیب زاده ویلي چې د ایران او افغانستان ولسونه ژور تاریخي پیوندونه لري او ایران څو لسیزې د افغانانو کوربتوب کړی.

نوموړي د ایران او افغانستان په ضد د «توطیه ګرو او بدخواهانو د طرحو» او پلانونو په اړه هم خبرداری ورکړی، خو مشخص یې نکړ چې دا «بدخواهان» څوک دي.

له هغه ورسته چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه او ویدیوګانې خپرې شوې، یو شمېر افغانانو یې په اړه قوي غبرګونونه وښودل او ایران یې د کډوالو سره په زور زیاتي تورن کړ.

خو خطیب زاده دا ویدیويي کلپونه او خبرونه «د افغانستان او ایران ډارول» بللي چې په وینا یې هدف یې «د دواړو هېوادونو د خلکو د عواطفو» پارول دي چې باید خلک اومسولان یې «هوښیار» واوسي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.