میدان ښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د مرستو بهير عادلانه نه دی او ډېری مستحق وګړي ترې بې برخې پاتې کېږي.
خو حکومتي مسوولین وايي چې دوی له مستحقو کسانو سره څو ځلې مرستې کړې او دغه کسان د شفافې سروې له لارې انتخاب شوي دي.
د ننګيالي په نوم يو معلول چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د کوټشرو سیمې اوسېدونکی دی او د مرستو ترلاسه کولو په موخه ميدان ښار ته راغلی، ادعا کوي چې څوک يې د مرستو په لېست کې يې نوم نه شاملوي.
ده پژواک ته وويل: "د پنځه کسيزې کورنۍ مسووليت لرم، يو لاس او يوه پښه مې فلج دي، کار نه شم کولای، له خلکو سره څو ځلې مرسته وشوه، خو زه څوک نه پېژنم چې نوم مې په لېست کې شامل کړي."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP