ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ایران کې له افغانانو سره تاوتریخوالی؛ تبیان وایي، خپاره شوي خبرونه او انځورونه جعلي دي

په ایران کې له افغانانو سره تاوتریخوالی؛ تبیان وایي، خپاره شوي خبرونه او انځورونه جعلي دي

author avatar
13 Apr 2022 - 18:30
په ایران کې له افغانانو سره تاوتریخوالی؛ تبیان وایي، خپاره شوي خبرونه او انځورونه جعلي دي
author avatar
13 Apr 2022 - 18:30

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۱): د تبیان ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو مرکز، په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې داسې مهال له افغان کډوالو سره د ایران حکومت او خلکو ناوړه چلند په اړه خپاره شوي انځورونه او خبرونه جعلي وبلل چې افغان کډوال اوس هم د ایران حکومت او ولس د بد چلند له دوامه خبر ورکوي.

د چاقو په وسیله د ایران په مشهد کې د درېیو کسانو له وژل کېدو او د ځینو له لوري پر افغانو د هغوی د وژل کېدو له تور پورې کولو وروسته، داسې ويډیوګانې خپرې شوې چې ګواکې افغانان د ایرانیانو له لوري وهل او ډبول کېږي.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوالو د هغه هېواد پولیسو له ناوړه چلند او شکنجې شکایت کړی او ویلي یې دي، په دې وروستیو کې هيڅ افغان له کوره بهرته نه شي وتلای.

د ایران خلکو او پوځیانو له لوري د افغانانو شکنجې په تړاو له ثبتي غږونو او ويډیوګانو خپرولو وروسته، ډېری افغانانو په ټولنیزو شبکو کې د اعتراض څرګندولو ترڅنګ په هېواد کې دننه هم پراخ لاریونونه وکړل.

خو نن د تبیان ټولینزو او فرهنګي فعالیتونو مرکز لسګونه غړي په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي وو او د «افغاني، ایراني اتحاد، اتحاد»، «افغانستان او ايران دوه مجاهد ملتونه، دوه همغږي ملتونه» او «موږ د دواړو سترو ملتونو ترمنځ پیوستون غواړو» شعارونه یې ورکول.

د یاد مرکز اړوندو کسانو د اعتراض په پای کې له ایرانه د ملاتړ په توګه، په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت ګلونو وشیندل.

د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز غړې سعیدې عزیزې حیدری د نن په اعتراض کې وویل، له افغانانو سره د ایراني پوځیانو او خلکو له لوري د ناوړه چلند خپاره شوي انځورونه او وېډیوګانې بې بنسټه دي.

هغې وویل چې د انځورونو او ويډيوګانو خپرېدل د دواړو ملتونو پر وړاندې دسیسه ده او دغه موضوع د دواړو هېوادونو د اوږمهاله اړیکو خرابېدو لامل کېږي.

په کابل کې تبیان کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو دفتر ‎د عالمانو برخې مسوول سید محمد باقر واعظي، د نن ورځې لاریون د دواړو ملتونو تر منځ یوالی بللی وباله.

دغه راز نوموړي د مام رضا په زیارت کې رامنځته شوې پېښه هم د دواړو هېودونو د دښمنانو دسیسه بللې و ویلي یې دي چې دغه پېښه د افغانانو له خوا نه ده رامنځته شوې.

خو د افغانستان د شوراګانو او مدني ټولنې د انسجام عمومي رییس زهیر خان زرمتي وویل، په کابل کې یې د تېرو ورځې لاریون سوله ییز و او د ایران له ولس او دولته یې وغوښتل چې ژر تر ژره له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «د تېرې ورځې شعارونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو پر خلاف نه وو، موږ د دواړو ملتونو پیوستون غواړو او دواړه ولسونه باید د یوبل درد درک کړي.»

هغه یادونه وکړه چې افغانان نیکي نه هېروي ‎‎او ویې ویل، تېر ۴۰ کلونه یې افغان کډوال زغملي چې دا کار یې د ستایلو دی؛ خو دوی غواړي چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند مخه دې ونیول شي.

په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو ادعاګانې داسې مهال ناسمې بلل کېږي چې په ایران کې یو افغان کډوال، علي وایي، د ایران د خلکو او پوځیانو‎ ناوړه چلند لاهم دوام لري.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو ورځو کې د څو افغانانو د سپکاوي او وهلو ډبولو شاهد وم، درې ورځې مخکې، یوه ایراني دوکاندار، یو افغان په خپل دوکان وواهه.»

نوموړی وایي، دا مهال افغانان د ایران خلکو او پوځیانو ناوړه چلند له وېرې، د اوسېدو له ځایه بهر نه شي وتلای.

په ایران کې بل افغان کډوال اجمل وویل: «خدای مو د ایرنیانو له غوسې ساته، ځیني یې ډېر ظالمان دي، سپکاری یوه عادي خبره ده، ان په  لرګي او چاقو وهل کوي.»

نوموړي وویل چې ښه خلک هم لري او زیاته یې کړه، یو شمېر یې په ځینو مواردو کې له افغانانو ملاتړ کوي.

هغوی ایران خپل ګاونډی او ورور وباله او د دغه هېواد له ولس او دولته یې وغوښتل چې له افغانانو سره ناوړه چلند ودروي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیا ویاند ضیاءاحمد تکل پژواک ته وویل، دغه وزارت د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه په کابل کې د ایران سفارت مسوولین احضار کړي وو.

په کابل کې د ایران سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو، له افغانانو سره د ایران پوله ساتو ځواکونو ناوړه چلند په اړه خپاره شوي انځورونه او وېډیوګانې بې بنسټه بللي او ویلې یې دي چې دغه ډول انځورونه او وېډیوګانې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابوالي په موخه خپریږي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.