Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ّپه پاکستان کې د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته راستنه شوه

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۱): چارواکي وايي، پاکستاني لوري سره د افغان مسوولینو د ناستې  په پایله کې هغې غاړې ته د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته راستنه شوه.

د دوی په وینا، دغو افغانانو پاسپورټونه نه لرل او غوښتل يې په تذکرو دې غاړې ته راشي؛ خو د پاکستان حکومت دا پروسه تېره اوونۍ بنده کړې وه او د دوی په ګډون سلګونه کسان هغې غاړې ته بند پاتې وو.

د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي ته د پاکستاني مسوولینو له لوري د ورکړل شويو اسنادو له مخې نږدې پنځوس کسان پرون (چارشنبه) له تورخم دروازې راتېر او هېواد ته راستانه شوي دي.

د تورخم کميساري وايي، دا د هغو شاوخوا پنځو زرو کسانو لومړۍ ډله ده چې په پاکستان کې بند پاتې وو.

بل لورته راستانه شوي کسان خوښ دي او وايي چې دا ستونزه بايد د تل لپاره حل شي.

د دوی له ډلې عبدالباسط پژواک اژانس ته وويل چې هلته د بند پاتې کېدو له امله يې دلته کورنۍ بې سرپرسته وه او خپله هم له ډېرو ستونزو سره مخ و.

ده ټينګار وکړ چې افغان چارواکي بايد دا ستونزه د تل لپاره له پاکستاني لوري سره حل کړي.

د پاکستاني چارواکو له خوا افغان مسوولینو ته ویل شوي چې پاتې نور افغانان به هم ډېر ژر اجازه لیک ترلاسه او افغانستان ته به ستانه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.