شبرغان (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د شبرغان ځیني اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د ښار د یوازېني تفریحي ځای «ځنګل باغ» بیارغونې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه په دغه پارک کې ځینې اسانتیاوې نشته او ونې یې د وچېدو په حال کې دي.
دغه باغ ته د تفریح لپاره ورغلي کسان وایي، د اړوندو مسوولینو نه پاملرنې له امله د «ځنګل باغ» ونې د وچېدو په حال کې دي او لرې نه ده چې یاد باغ به څو کاله وروسته د سون لرګیو پر انبار بدل شي.
خو د جوزجان ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس وایي، د ځنګله ساتنې لپاره هر کال د بیارغونې کارونه کېږي، خو ځیني خلک چې دغه باغ ته د تفریح لپاره راځي، نیالګي او ونې تخریبوي او له منځه یې وړي.
د شبرغان ښار اوسېدونکي بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه هر کال دغه باغ ته د تفریح لپاره راځم، خو کله جې د باغ اوسنی وضعیت وینم، ډېر خفه کېږم.»
هغه زیاته کړه: «که مسوولین د دغه باغ له ونو د ساتنې په برخه کې پاملرنه ونه کړي، تر دوو درېیو نورو کلونو به په دغه باغ کې له وچو ونو بل څه پاتې نه شي.»
نوموړي وویل، په ځنګل باغ کې د سیاحت لپاره د ناستي او تفریح کوچني امکانات هم نشته.
هغه ادعا کوي چې دا یو دولتي باغ دی او که پانګونه پرې وشي، د کرنې ادارې لپاره به د عوایدو یوه ښه سرچینه وي.
هغه څرګنده کړه، د هغو کسانو لپاره چې یاد باغ ته د تفریح لپاره راځي، ان د څښاک اوبه هم نشته؛ د کېناستو ځای او نورو تفریحي امکانات هم په دغه باغ کې نه تر سترګو کېږي.
بشیر وویل چې د باغ ونې د وچېدو په حال کې دي؛ که یې د ساتنې او روزنې په برخه کې لازمه پاملرنه ونه شي، دغه باغ به د سون لرګیو پر یوه زېرمه بدل شي.
د شبرغان بل اوسېدونکي خیرالله هم وویل، شبرغان له دغه باغ پرته بل تفریح ځای نه لري؛ د مخکنیو مسوولینو د ناغېړۍ او اوسنیو مسوولینو د نه پاملرنې له امله ښایي تر راتلونکو دوو یا درېیو کلونو د شبرغان اوسېدونکي له دې تفریح ځایه بې برخې شي.
هغه زیاته کړه: «موږ هر کال د وري او غویي په میاشتو کې دغه باغ ته د چکر لپاره راځو او د رخصتۍ ورځې دې ځای کې تېروو.»
هغه څرګنده کړه، مسوولین باید د یاد باغ د ساتنې په برخه کې پاملرنه وکړې او لږ تر لږه دې د یاد پارک د ونو اوبه کولو لپاره پروګرام جوړ کړي.
هغه وایي: «شرم دی چې دغه ونې وچې شي؛ ځکه تر کومه چې خبر یم د هرې ونې عمر له پنځوسو کلونو ډېر دی، خو له بده مرغه چې د وچېدو په حال کې دي.»
نوموړي زیاته کړه، د یاد باغ ساتنې لپاره مناسبې لارې شته، څو مسوولین پرې عمل وکړي.
هغه زیاته کړه، که دولت کوم کار نه شي کولای، خصوصي سکټور دې ته وسپاري، څو لږ پانګونه پرې وشي او باغ له اوسني ناوړه حالته راووځي او په یوه معیاري باغ بدل شي.
خیرالله وایي، په دغه باغ پانګونه د دولت لپاره پر ښې عایداتي سرچینې سربېره، د خلکو لپاره په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې له نورو ولایتونو راځي، یو ښه تفریحي ځای کېدای شي.
خو د جوزجان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس قاري عبادالله انصادي پژواک ته وویل، د ځنګل باغ له ونو او ځنګلونو د ساتنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
هغه څرګنده کړه، په دغه باغ کې د اوبو لګولو، مېوه لرونکو او بې مېوې ونو اېښودو او د قوریو روزنې لپاره لږ تر لږه ۱۷۰ کسان ګومارل شوي دي.
هغه څرګنده کړه: «موږ هوډ لرو چې د باغ دننه سړکونه قیر یا کانکرېټ کړو او د باغ د ونو اوبه کولو لپاره هم چمتووالی نیول شوی دی.»
د کرنې رییس وویل، مخکې به چې د چکر لپاره دغه باغ ته څوک راتلل، ډېرو به د ونو خاښونه ماتول او یا به یې خامې مېوې شکولې او خوړلې،چې اوس د دغه کار مخه نیول شوې ده.
هغه دې ته هم اشاره وکړه چې اوس په ۱۵۰ جرېبه ځمکه کې قوریې تر روزنې لاندې دي او هغه ونې چې وچې شوې وې، پر ځای یې نور نیالي اېښود شوي دي.
د کرنې رییس وایي: «د کرنې ادارې مرستندویو موسسو هم د یاد بادغ د تفریحي ځایونو رغولو لپاره د مرستې چمتووالی ښودلی او موږ په پام کې لرو چې یاد باغ په راتلونکو شپږو میاشتو کې، پر یوه معیاري باغ بدل کړو.»
نوموړي زیاته کړه: «د هېواد د سیاسي نظام له بدلون مخکې، ځینو کسانو د دغه باغ له ونو د سون لپاره ګټه اخیسته چې اوس یې مخه نیول شوې او په پام کې لرو، دغه تفریح ځای ته پراختیا ورکړو.»
ځنګل باغ چې د شبرغان ښار شمال لوېديځ ته په اته کيلومترۍ کې پروت دی، د کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د جوزجان او نورو ولايتونو د زرګونه هغو اوسېدونکو کوربه وي چې دې باغ ته د تفریح لپاره ورځي.
د شبرغان ښار یاد باغ چې په ۴۰۰ جريب ځمکه کې جوړ شوی، څه باندې ۸۰ کاله تاریخي مخینه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP