کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): یو تن د کابل ښار د دهمزنګ په څلورلارې کې ځان ته اور ورته کړ، خو خلکو وژغوره او مور یې وایي چې هغه رواني ناروغي لرله.
د پېښې يوه عيني شاهد نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په دهمزنګ څلور لاري کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه سړی چې شاوخوا څلوېښت کلن و، د خپل څلور کلن زوی په مخ کې ځانته اور ورته کړ؛ خو د سیمې خلکو اور مړ کړ.
د دغه عیني شاهد په وینا، یاد کس د دې کار لامل بې کاري او د پلار له خوا په لیوني خطاب کېدل یاد کړی.
دغه کس د ټپونو له امله اوسمهال په استقلال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د دغه سړي مور په داسې حال کې چې د کورنۍ له نورو غړو سره یې د روغتون په انتظار خونه کې ناسته وه، د پژواک خبريال ته وویل چې زوی یې سپین ګل نومېږي او څلورو اولادونه لري.
هغې زیاته کړه، سپین ګل له څه مودې راهیسې له رواني ناروغۍ رنځېده او د کابل ښار په یوه روغتون کې بستر و؛ خو بیا هم ښه شوی نه و، تر دې چې نن یې د ټولو په مخ کې ځان ته اور واچاوه.
په همدې حال کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري آژانس ته وویل، چې دغه سړي ځان ته اور اچولی و، خو خلکو ژغورلی دی.
نوموړی وایي، یاد کس د لاس په برخه کې سطحي ژوبل شوی او ورغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
خو د استقلال روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل چې د ناروغ د سوځېدنې درجه ۹۵ سلنې ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP