کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، وروسته له دې هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ وي، د پنځه کلن پر ځای لس کلن پاسپورټونه په نږدې لس سلنه تخفیف ورکول کېږي.
د پاسپورټ عمومي ریاست په خبرپاڼه کې- چې نن یې خپره کړې- راغلي، له ۱۵ کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان په یاده پرېکړه کې شامل نه دي او د تېر په څېر پنځه کلن پاسپورټونه ورکول کېږي.
د پاسپورټ ریاست ویلي چې یاده پرېکړه یې د زیاتې ګڼې ګوڼې کمولو او د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه کړې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه له لویانو د یوه پنځه کلن پاسپورټ په بدل کې ۵۷۱۰ افغانۍ اخيستل کېدې، خو له دې وروسته به د لس کلن پاسپورټ په بدل کې ترې ۱۰۴۰۰ افغانۍ اخيستل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روژې په میاشت کې هره ورځ دوه زره پاسپورټونه وېشل کېږي، خو له روژې وروسته به دغه شمېر ۳۰۰۰ ته لوړ شي.
Views: 513
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن